Discover millions of ebooks, audiobooks, and so much more with a free trial

Only $11.99/month after trial. Cancel anytime.

پردی
پردی
پردی
Ebook295 pages4 hours

پردی

Rating: 0 out of 5 stars

()

Read preview

About this ebook

Praday " or Stranger is a powerful novel by Emal Pasarly, highlighting the struggles of an Afghan doctor in a remote Pakistani village as a symbolic representation of broader societal issues. The narrative seems to explore themes of escape, exploitation, and the impact of political establishments on individuals. Pasarlys storytelling sk

Languageپښتو
Release dateApr 1, 2024
ISBN9781961636712
پردی
Author

Emal Pasarly

Emal Pasarly is a distinguished journalist and prolific author with an impressive portfolio of over 20 books. His literary contributions span a diverse range, encompassing numerous novels, critical fiction volumes, and works dedicated to online journalism and TV journalism. Beyond his literary pursuits, Pasarly showcases a keen passion for sports, notably evidenced in his authorship of a comprehensive history of Afghanistan cricket. His multifaceted career reflects a deep commitment to storytelling, critique, and an insightful exploration of journalism and sports.

Reviews for پردی

Rating: 0 out of 5 stars
0 ratings

0 ratings0 reviews

What did you think?

Tap to rate

Review must be at least 10 words

    Book preview

    پردی - Emal Pasarly

    پردی

    ليکوال: ایمل پسرلی @Emalpasarly

    پر امازون او کېنډل د چاپ او خپرېدو کال: 2024

    دا کتاب په لومړي ځل په افغانستان کې د کلاسیک کتاب خپرندویې ټولنې له خوا په 2023 کال چاپ شوی و.

    ډالۍ

    هغو ته چې د پرديتوب احساس یې ځوروي او نه یې شي یادولی.

    «پردی» او خپلې کیسې

    د2023 م کال د فبروري په پای کې د افغان کیسه لیکوالو یوه داسې واټساپ ګروپ سره یو ځای شوم، چې د معاصرې پښتو داستان لیکنې زیاتره مشهور او د اول کتار لیکوال په کې را ټول ول. په دې ګروپ کې په کیسه، ناول او د هغوی په تخنیکونو بحثونو او کره کتنو د داستان حسن او ظ رافتونو ته تم کړم. یو وخت داسې هم راغی، چې په ذهن کې مې داستاني سوژو جوکې ووهلې او یوه نیمه خو مې په داستان ته ورته ابتدایي سټایل و هم لیکله. څرنګه چې زه په روغتونونو کې ډېر پاتې شوی یم، نو داسې پېښې مې ډېرې زیاتې لېدلې دي، چې که مجرب داستان لیکوال ته په ګ وتو ورشي، نو په داستان او ناول یې اوړ ولای شي. دغسې یوه  ډېره جالبه پېښه چې دا څو کاله یې زما ذهن نېولی و او په دې ګروپ کې له برخې اخیستو وروسته بیا راتازه شوه، د جنسي فعالیت له لارې د انتقالېدونکیو ناروغیو) STD( د څو پېښو د مهماله ثبت کیسه وه. ځینې ناروغۍ چې نادرې وي، کمې پېښې یې هم په طبي نړۍ او د میډیکل ریسرچ په ساحه کې غوغا جوړولای شي .

    په ګاونډ کې د طبي زده کړو په مهال یو تحقیق خپور شو، چې په یوه روغتون کې د STD پرلپسې پېښې ثبت شوې دي. د STD د ګڼو پېښو ثبتېدل که له یوې خوا حاده طبي مسئله ده، له بلې خوا په هغو ټولنو کېد شرم مسئله هم ده چې جنسي مقاربت په کې تابو وي. د دې را پورڅانګې او رېښې لا جالبې وې. کیسه داسې وه، چې د یوې لرې پرتې عسکري پوستې په شاوخوا کې کومه خره روږدې شوې وه. په زهروي ناروغۍ ککړ کوم عسکر ور نږدې شوی دی او هغه بېچاره یې هم ککړه کړې ده. د وخت په تېرېدو بل، بل او بیا پسې بل عسکر د ککړې خرې تر شا تېر شوی او په دې توګه ویروس له یوه کس څخه ګڼو کسانو ته رسېدلی دی. په پېښه کې د ویروس لومړنۍ منبع لومړنی فاعل عسکر او دوهمه منبع ککړه شوې خره ده .

    ما فکر کاوه چې په دې سوژه که تخیل کار وکړي، نو یوه داسې کیسه ترې جوړولای شي، چې په انساني ټولنه کې د جنسي محرومیتونو او تابوګانو ناوړه پایلې په هنري ډول تصویر کړي. خبره مې له ایمل پسرلي سره شریکه کړه. هغه ویل چې دا سوژه د کیسې تر ظرف لویه ده، ښه ده چې ناول پرې ولیکل شي. زما چې کیسې ته واګې تښتېدلې وې، ناول لیکل راته د ستنو او مالګو په غرونو ختل ښکاره شول. له بلې خوا، که بنده لږترلږه دوه بریالۍ لنډې کیسې نه وي لیکلې، ناول به څنګه لیکي؟ ایمل ته مې کړه چې مه دې شه! هغه ماښام د ټول ناول فکري بهیر را ولېږه. کرکټ رونه زمان، مکان، تیم، پلاټ.... سره له دې چې تیاره مړۍ وه ،خو بیا مې هم په ځان کې د یوه بریالي ناول د لیکلو متره و نه لېده. ایمل ته مې ولیکل چې: 

    «زه د ناول لیکنې په موډ او حد کې نه یم. که غواړې چې دا سوژه له مرګه وژغورو، نو ته پرې بسم الله کړه.»

    د هغه لپاره سوژه جالبه وه، خو وخت اجازه نه ورکوله. البته هغه خپلې بوختیاوې لېدې، خو زما شله ګي یې نه وه لېدلې. بالاخره مې سړی دومره مجبور کړ، چې یوه ورځ یې )د مۍ په شپږمه( د ناول اوله برخه راولېږله. په لومړۍ برخه کې یو له وطنه وتی افغان ډاکټر پنجاب ته نژدې دپښتونخ وا ایالت یوې لرې پرتې سیمې ته ځي. دا چې دا ډاکټر هلته ولې ځي، څه کوي او بالاخره څه ورسره کېږي، دا خو به په ناول کې ولولئ ،خو زما لپاره بل څه مهم ول. ما غوښتل پوی شم، چې یو داستان/ناول لیکوال څنګه یو کرکټر تولیدوي؟ څنګه یې پوختابه ته رسوي؟ څنګه پېښې سره اوډي؟ او بالاخره څنګه د پېښو، کرکټرونو، زمان او مکان له عناصرو یو هنري اثر جوړوي؟ د ایمل لپاره که د دې ناول لیکل د یوه ناول لیکل ول، زما لپاره د ناول لیکلو عملي لارښود و. د ناول په هره برخه مې له هغه سره خبرې کولې او یو نیم وخت به مې آن د یو نیم فرمایش ورکولو جسارت هم کاوه. یو وخت داسې هم راغی، چې ناول له خپل اصلي مسیره و ووت او ځان ته یې بل مسیر وټاکه. د جنسي محرومیت کیسه په ناول کې په فرعي کیسه بدله شوه او اصلي تیم یې هغه اسټبلشمنټ شو ،چې ملا او خان یې د ژرندې دوه پلونه دي او د دې پلونو ترمنځ د بې وسه خلکو ز ړونه، ارمانونه او آن سرونه دل کېږي. د ناول د مسیر په بدلېدو زه یو ځل بیا په دې باوري شوم، چې هنري اثار ډېر کله د هنرمند په خوښه نه تولیدېږي. یو غیرمریي فکټور هم شته، چې له هنرمند سره یې د پړي سر نېولی وي او هنري اثر پخپله خوښه بلې خوا ته کشوي. ارواښاد استاد شپون یو ځل لیکلي ول، چې یو نیم وخت داسې احساسوم چې د کمپیوټر په سر مې کومه بلا ناسته ده. زه کیسه یوې خوا ته ترې کشوم ،هغه یې بلې خوا ته رانه کشوي. غالباً چې استاد همدې نامریي قوت ته اشاره کوله. د دې نامریي قوت اغېز مې په دې ناول کې په خپلو سترګو ولېد .

    د ناول کیسه د پهاړپور سیمې په یوه واړه کلي کې پېښېږي، خو دا وچککړ کلی، ډاکټر، ملا، خان، راني او د ناول نور کرکټرونه د دې داستان ترعناصرو ور هاخوا سیمبولیک قوت هم لري، چې لوستونکی ترې ګڼې معناوې اخیستلای شي. په بله ژبه، پهاړپور، خان و ملا، د پهاړپور اوسېدونکي، راني او د دوی ترمنځ اړیکي یوازې مجرد دالونه نه دي، بلکې د شمسي نظام غوندې یې په مدارونو کې د مدلولونو ګڼې سیارې څرخي، چې د غور او دقت په تلیسکوپ یې لیدلای شو .

    دغه ګلالی ناول په شاوخوا 37 ورځو کې ولیکل شو او هره برخه یې څو ځلې لوستل شوې، بدله را بدله شوې او آن له سره لیکل شوې ده. سره له دې چې زه د داستان کوالیفایډ لوستونکی او نقاد نه یم، خو لیکوال جرئت را کړی و، چې خپل ټول برداشتونه په ډاډه زړه ورسره شریک کړم .ما چې یو نیم ځای ته د ګوتې نېولو جسارت کړی، لیکوال یا په ډېره مینه قناعت را کړی او یا یې په ډېره سړه سینه په بل متبادل فکر کړی دی. له کلیماتو، نومونو، جملو، تشبیهاتو، صحنو، مکالمو او وړو، وړو پېښو نېولې ،بیا د ناول تر سیمبولونو او عمومي تیم پورې په هر څه بحثونه شوي او لږترلږه ماته قناعت را کړل شوی، چې د دې کلیمې، هغې تشبیه او دې بل سیمبول تر شا کوم هنري دلیل یا هنري محرک فعال دی. د ناول د لیکلو په موده کې پوره یوه میاشت په خیال کې شپه ورځ په پهاړپور کې ګرځېدلی یم؛ د ملا او خان ناسازې مې لېدلې؛ د راني له شوخیو مې کیف اخیستی؛ د بېوزلو او بېکسه کلیوالو په کورونو ګرځېدلی او د هغوی ژوند مې لېدلی او بالاخره مې د دې ټولو پېښو تر شا د محرکې بلا بدرنګه څېره لېدلې ده. د ایمل د داستاني اثارو یوه ځانګړنه دا ده، چې صحنې ،کرکټرونه، پېښې او مکالمې یې د شهکارو شعرونو غوندې په حافظه کې پاتېږي. ما یې چې ډېر کلونه مخکې په «داستانونه» کې کومې کیسې لوستې او یا مې وروسته د ده ناولونه او د کیسو مجموعې لوستي، زیاترهیې راته یادې دي. دغه ناول یې هم دغه جالبه ځانګړنه لري. باور لرم ،چې تاسو به په یوه داسې تجربه کې شریک کړي، چې کاملاً به درته نوې وي او په داسې لوړو، ژورو به مو وګرځوي، چې پخوا مو نه دي لېدلې. د هنري اثارو ډېر مهم فضیلت دا دی، چې لوستونکی په نابو تجربو کې شریکوي او په خیال کې د څو ژونده کولو فرصت ورکوي .

    زه له خپل ډېر مشفق مشر ایمل پسرلي یوه نړۍ مننه کوم، چې په خپلو جالبو تنقیدي او تخنیکي نظریاتو یې د داستان حسن ته متوجه کړم؛ زما خبره او فرمایش یې ومانه او دغه خامه سوژه یې د یوه ډېر ښکلي ناول په بڼه ابدي کړه. دغه ناول اوس یوازې د جنسي محرومیت سندره نه غږوي ،بلکې د یوه جابر سیسټم کیسه  هم کوي، چې لا جالبه او مهمه ده .وروستۍ مننه د دې لپاره، چې په دومره ښکلي ناول د یو څو ټکیو د لیکلو فرصت هم را کړل شو .

    نور نو زه له منځه وځم او تاسو ته له افغان ډاکټر سره پهاړپور ته ښه سفر غواړم!

    په مینه او ادب ا. درمل المان

    2023، د سپټمبر 17 مه

    پردی

    د قاضي عینکې د پوزې په سر تکیه وې. په لاس کې پورته نیولي کاغذ ته یې ګردۍ سترګې نیولې وې. نه پوهېدم چې کاغذ ته له عینکو ګوري که په هغو عینکو ما ته ګوري چې لیرې ورته ولاړ وم او د څه ویلو اجازه مې نه لرله . وروځې یې پاس کش کړې، چې کاغذ به سم نه ورښکارېده که خپله لیکلې پرېکړه یې دقیقه نه لیده. د اوږدې جملې په سر کې یې زما نوم واخیست: 

    قاضي پر مېز د لرګین څټک وار وکړ، پولیسو په لاسونو او پښو کې ځولنې راواچولې د زندان په لور یې رهي کولم. شاته مې وکتل، زما وکیل له څارنوال سره ولاړ و، سره خندل یې. پولیس په پښتو ژبه راته وویل:

    وکیل ته مې ورغږ کړ:

    هغه راونه کتل. د ولیو په منځ کې مې د پولیس د سوک ګوزار وخوړ .

    څه د ویلو نه و. غلی ښه وم. په پردي کور کې پردی سړی وم چې هېچا ته یې ارزښت نه لاره. وکیل مې خپل فیس اخیستی و، د یوه پردي د قضیې بایللو یې په کاري ژوند شاید اثر نه لاره.

      دلته تر ژبې پیسو ډېر کار کاوه. جېلر پیسې واخیستې، سپین کاغذ او قلم یې راکړ، لیکل ممکن وو، وخت پرې تېرېده، د زړه بړاس مې ایسته ، غم یې نه راته جوړاوه ، د یوه پردي اسیر په وس کې به لا څه وي، په زړه کې به څه کري ریبي، په ذهن کې به یې څه ورګرځي چې دوی ته سرخوږی جوړ کړي؟ زما په کرښو څوک نه پوهېدل ، یا یې په پوهېدلو ځان نه ستړی کاوه، پوښتنه یې نه کوله چې چا ته یې لیکم او ولې یې لیکم؟ دلته نه پښتو وه او نه چا پښتو لوسته.

    (1)

    د ډېره اسماعیل خان د بسونو اډې کې مې افتخار ولید. وړې ګردۍ سترګې یې وې. د مخ پوټکی یې غوړ خو دومره تور و چې د ډبرو د سکرو د برېښنده ټوټې غوندې ځلېده. د سترګو سپینو یې نخودي رنګه ژېړه لمبه کوله. په څادر یې سر پټ و، د بریتونو هر تار یې نیغ ولاړ و، لکه د اورلګیت ګڼ خلي چې په یوه کتار کې ایښي وي او له پاسه ورته ګورې .

    ږیرې یې شاید څو ورځې وړاندې چړه لیدلې وه.

    په موټرسایکل داسې نیغ ناست و لکه د ملا هډ چې یې جلا جلا مرۍ نه بلکه یوه تخته وي. لکه غوښه چې یې وچه شوې وي، هډ یې غټ نه وي او پوټکی پورې موښتی وي. نری جګ سړی ښکارېد. ډاکټر جمال زنګ وروهلی و چې په ما پسې راشي او کلي ته مې بوځي.افتخار د کلي په کلینیک کې نرس و. چا د افتخار په نامه نه یاداوه، ټولو نرس باله  .

    د مۍ میاشت وه. هوا لا پوره نه وه توده شوې په موټر سایکل چې ورسره کېناستم لکه د تناره خوا ته چې ناست یم. له بدنه یې تاو داسې لټېده لکه په ایرو کې پټې سګروټې چې لا تودې وي .د موټرسایکل څوکۍ یې هم توده وه. د ده د خولو بوی په عذابونکی و. په اردو ژبه یې راته وویل:

    زړه نا زړه مې یې خبره ومنله. موټرسایکل ته یې ځای پر ځای رېز ورکړ .

    معلوماوه یې چې سم دی. د اډې په نور شور کې د ده د موټرسایکل ریز ډېر جوت نه و. نرس وپوښتلم:

    غاړه یې شاته واړوله. لکه پوځي چې د سلامۍ په دود سټیج ته ناڅاپه غړۍ واړوي .

    دستمال مې لکه ماسک پر خوله او پوزه وتاړه. نرس د موټرسایکل په درز شوې هینداره کې راته وکتل. د موټرسایکل انجن یې بیا وغوراوه. په ښي لاس یې ریز ورکړ. راته ویې ویل:

    د ډېره اسماعیل خان له ګڼې ګوڼې ژر ووتو. پر پاخه سړک د پهاړپور تحصیل یوه کلي ته روان وو. د پېښور پوهنتون د طب پوهنځي پخواني ټولګیوال ډاکټر جمال راته ویلي و چې دا کلی د سرایکیانو دی. غریب خلک دي. له چا سره یې کار نشته. ډاکټر نه ورځي، کلینک یې تل تش وي. کلیوال د ډاکټر قدر کوي. ناروغۍ یې ډېرې پېچلې نه دي. اصلآ ناروغان دومره نه وي، خلک تر ډاکټر په تعویذ ډېر باور لري. خو د کلي 

    مشر راجا صاحب په کلي کې ډاکټر غواړي چې د ده کورنۍ ورته اړتیاپیدا نه کړي او یا شاید کلیوال له کلي دباندې وتلو ته اړ نه وځي .

    راسره ومې ویل زه چې له پېژندویو پټ یم په همدې کلي کې به ارام یم .نه پښتانه شته چې ومې پېژني، نه کلیوال داسې خلک دي چې زما سابقې پسې وپلټي. ن رس افتخار  ته ډاکټر جمال خبر ورکړی و چې زه ورځم. دا یې نه و ورته ویلي چې زه له کابله راغلی یم. نرس فکر کاوه چې د پېښور اوسېدونکی یم. د پېښور پوهنتون فارغ یم.  ما په پېښور پوهنتون کې درس ویلی و خو بیا کابل ته تللی وم، نورې زده کړې مې په هند کې کړې وې.  کابل او هند دواړه مې دلته نه شوای یادولی .

    نرس په لاره خبرې نه کولې. که یې کړې هم وای شاید غږ مې یې نه وای اورېدلی. د موټر سایکل د انجن ځورونکی غږ و، پر سړک د بسونو او نورو موټرو شور و. باد و چې غوږونه یې رادپ کړي وو. د موټرسایکل د ټایرونو له هر څرخ سره یوه نامعلوم خو ظاهرآ خوندي ځای ته نژدې کېدم .

    همدې خیال هوسا کولم. راسره ویل مې دا مې باید وروستی پړاو نه وي ،له دې ځایه باید اروپا ته لاړم، څرنګه به ځم، د چا په مرسته به ځم، پر دغو خبرو لا نه

    Enjoying the preview?
    Page 1 of 1